
ایکنانیوز راپور راکوي،په دغو بریدونو٬ کښی جنایتکارو او وحشی اسراییلو د ایران په مختلفو ښارونو په تیره بیا په تهران کې د پوليسو د قوماندې په مرکزونو٬د ارتباطاتو په مرکزونو او روغتونونو او درملیزو مرکزونو بريدونه وکړل۔
د امریکا او سراييلو جنګي الوتکو د ايران په لويديځو سرحدونو کښې په ځانګړي ډول د پولیسو په مرکزونو باندې حملې وکړې۔
له دغو بريدونو سره په يو وخت٬بنيامين نتانياهو يوه ويډيو خپره کړه او د ايران د حکومت پرضد د خلکو د پاڅون غوېتنه یې وکره۔
د ايران د امنيتي چارواکو له نظره٬دغه پيغام د ايران دننه له اسراييلو سره نفوذي او منظمو ځواکونو ته متوجه و۔
دغو چارواکو وويل اسراييلو يو پلان جوړ کړی چې د ايران دننه کورنی کړکيچ رامينځته کړي۔
يو داسې پلان چې پکښې د وسله والو کسانو واریدیدا٬ د عمومي نظم ګډوډول٬او په نهايت کښې د کورني جنګ رامينځته کول و۔
خو٬ دا د ايران او د ايرانيانو د ټولنې په هکله د امریکائی او سراييلی چارواکو کمزوری او نيمګړی درک دی۔
دغه راز ټوانيز پيوستون ته د هغوې بې احترامې٬ د ايرانيانو ترمينځ په لوړه سويه ويښتيا٬او د هيواد د قانون نافذ کونکي نظام انظباط لرونکی جوړېت٬به د دغه پلان د بريالیتوب مخه ونيسي